سیاست

اجرائيه رئيس د سوداګرو د بېلانس د ستونزې د حل هدایت ورکړ

کابل باختر دسلواغې يوولسمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس د سوداګرو د ستونزو او په ځانګړي ډول د درې میاشتیني بېلانس د مسالې په اړه له اړوندو ادارو وضاحت وغوښت او هدایت یې ورکړ، چې دا ستونزه ژر حل کړي.
داجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
تېره ورځ د قندهار یوشمېر سوداګرو له اجرائيه رئيس سره په کتنه کې غوښتنه کړې وه، چې پر عوایدو د مالیاتو په قانون کې دې اویایمه ماده تعدیل شي، ځکه چې سوداګر نشي کولای هرو دریو میاشتو کې خپل بېلانس وکړي، هغوی وویل، چې دغه موده دې یو کال ته وغځول شي.
اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله عدليې او مالیې وزارتونو ته هدایت ورکړ، چې د دې مادې د تعدیل لپاره دې وړاندیز وکړي او په لومړیتوب کې دې ونیسي، څو سوداګر له ستونزو خلاص شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته