خبرونهټولنه

په بادغیس کې د لسکونو زرو کورنیو د څښاک اوبو د بندېدو احتمال شته

کابل / د سلواغې ۸مه/باختر

په بادغیس کې د څښاک د اوبو شبکه د ویجاړېدو په در شل کې ده، چې د دې شبکې په ویجاړېدو سره به سلګونه زره کورنۍ د څښاک اوبو له کمښت سره مخ شي.

د رارسېدلو خبرونو له مخې وروستۍ زلزلې او سېلاوونو د بادغیس په قلعه نو سیمه کې د اوبو د لېږدونې نل لیکه د ویجاړېدو له خطر سره مخ کړې ده.

دغه نل لیکه د څه ناڅه ۵۰ کیلو مترو په اوږدوالي د قادس ولسوالۍ د چینو اوبه د قلعه نو او د هغه شاوخوا سیمو خلکو ته لېږدوي.

د بادغیس خلک اندېښنه لري که چېرې د نل لیکې د شاوخوا په ډکولو په خپل وخت اقدام و نه شي دغه نل لیکه به ویجاړه او د لسګونو زره کورنیو اوبه به بندې شي.

د بادغیس خلک څو کاله مخکې د څښاک روغتیایي اوبو ته لږ لاسرسی درلود تر څو چې نړیوالې ټولنې له قادس څخه قلعه نو ته د اوبو د لېږدونې پروژه جوړه کړه.

په دغه پروژه کې ۱۳میلیونه ډالره لګول شوي دي.

دغه پروژه دوه برخې لري چې یوه برخه یې د قادس له چینو څخه د بادغیس مرکز ته د اوبو د نل لېږدول وه چې دا تر سره شوې ده او دویمه برخه یې د خلکو کورنو ته د اوبو لېږدول وه تر اوسه بشپړه شوې نه ده.

د بادغیس د اوبو رسونې د ادارې مسوول عبدالسلام محمدي له باخترآژانس سره په مرکه کې د دغې نل لیکې د ویجاړېدو احتمال تاییدکړ.

هغه وویل د اوبو د نل لیکې د تګلوري د تشو شویو ځایونو د ډکولو د بودجې د تامینولو لپاره هلې ځلې دوام لري.

که څه هم تر اوسه پورې هغه اوبه چې قلعه نو ته لېږدول کېږي کورونو ته نه دي رسېدلي او خلک اوس هم ستونزه لري خو وايي چې د دغې پروژې ویجاړېدل به د دوی ستونزې زیاتې کړي.

همدا اوس د قلعه نو ښار او د هغه د شاوخوا سیمو خلک د ۲۰ لیتره اوبو د تر لاسه کولو لپاره ۱۰ افغانۍ خدماتي شرکتو نو ته ورکوي.

هغوی له اسلا مي امارت څخه غواړي چې د اوبو د لېږدونې نل لیکې د ویجاړېدو د مخنیوي ترڅنګ په قراردادي شرکت زور واچوي چې د دغې پروژې دویمه برخه چې د خلکو کورونو ته د اوبو رسول دي بشپړ کړي.

ج-ا

 

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته