امنیت

په هرات کې د وژنې او غلا په تور د پنځو تنو نيول کيدل

دهرات ښار باختردوږي دمياشتې ٨ نيټه :
پنځه تنه په هرات ولايت کې د وژنې او وسله والو غلاوو په تورونيول شول .
دغه کسان تېره شپه د ګذزې ولسوالۍ د کوفان په سيمه کې يوه بڼ ته په ننوتو سره  د دغه بڼ څښتن د کلاشينکوف په ډزو سره وواژه او د هغه ٤ مبايلونه او يو امبرليس وسله يې له ځان سره يوړه.
د هرات ولايت يوه امنيتي مسوول باختر آژانس ته وويل چې د پيښې په اړوند څو تنه د ګذرې ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ د پوليسو له خوا نيول شوي او زياتو څيړنو په خاطر تر نظارت لاندې دي .
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته