ټولنه

د رسنيو او د ښځو چارو وزارت ترمنځ د همغږۍ په مقصد غونډه جوړه شوه

کابل باختردزمري دمياشتې٧نيټه : 
د ښځو چارو وزارت له خوا د رسنيو له لارې د دغه وزارت د فعاليتونو د همغږۍ  او منعکس کولو په مقصد نن يوه غونډه جوړه  شوه .
د دغې غونډې د جوړولو هدف د رسنيو له خوا د دغه وزارت د فعاليتونو منعکس کول دي چې د ښځو له برخليک سره مستقيمې اړيکې لري.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
په دې غونډه کې د ښځو چارو وزارت فرهنګي سلاکار فاروق ثواب له خبريالانو او د رسنيو له کارکوونکو څخه وغوښتل چې د ښځو د ملاتړ کوونکو په توګه د ښځو چارو وزارت ترڅنګ ودريږي.
د ده د څرګندونو له مخې، دغه غونډه به د يوې نوې تجربې پیل وي.
د ښځو چارو وزارت فرهنګي سلاکار په رسنيو انتقاد وکړ او ويې ويل چې په ټلويزيونونو کې د ښځو د ستونزو په باب ډير لږ روزنيز او تربيتي پروګرامونه شته. 
د ده په باور: د رسنيو او د ليکوالانو ډيرجدي کار د توپير او تاوتريخوالي له منځه وړل دي.
ده په انتخاباتوکې د ښځو د کمرنګه ګډون يادونه وکړه او ويې ويل: په انتخاباتو کې  د ښځو پيکه ګډون په ټولنه کې د دموکراسۍ د کمرنګی ښکارندوى دى.
په دې غونډه کې د ښځو چارو وزارت دعامه اړيکو رئيسې شکيلا نظري وويل: په هغو بنسټونوکې چې د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي د له منځه وړولو په لاره کې کارکوي، يوخيل او دقيقې شميرنې نشته .
دې وويل: د روان ميلادي کال د نوامبر د مياشتې په ٢٥نيټه د افغانستان د بشر د حقوقو کميسيون د ښځو پرخلاف د تاوريخوالي په باب يو لړ شميرنې وړاندې کړې  چې د ښځو چارو وزارت له شمېرنو سره يوخيل نه دي.
په همدي دليل دې ټينګار وکړچې په دې باب بايد همغږي رامنځته شي.
په دې غونډه کې خبريالانو او ژورناليستانو د رسنيو او د ښځو چارو وزارت ترمنځ د زياتې همغږۍ د رامنځته کولو په خاطر خپلې نظريې او پيشنهادونه وړاندې کړل.
پاىجذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته