فرهنګ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست په کابل کې د روسيې فدراتيف د فرهنګي مرکز له رئيس سره وکتل

 کابل باختر دوږي دمياشتې ٢٣  نيټه  :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمدرسول باوري پرون د روسيې فدراتيف د فرهنګي مرکز له رئيس سره په کتنه کې د ځوانانو په فيستوال کې د افغاني هيئت د سفر په باب چې په دغه هېوادکې جوړيږي، خبرې وکړي.
د باخترآژانس د خبرله مخې:
په دې کتنه کې په داسې حال کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاکار ډاکتر طارق رشاد هم حاضر و، په کابل کې د روسيې فدراتيف د فرهنګي مرکز رئيس د ځوانانو د فيستوال په باب چې د دغه هېواد په سوچي ښارکې د روان ميلادي کال د اکتوبر د مياشتې په ١٤نېټه جوړيږي، معلومات ورکړل.
په افغاني هيئت کې د بېلابېلو برخو څه ناڅه اتيا تنه ځوانان شامل دي چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو د معينيت د پروګرام د همغږۍ د رئيس حضرت الله شريفي په مشرۍ به د ځوانانو په فيستوال کې ګډون وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته