ټولنه

په پروان کې له سیلاو ځپلو سره مرسته کېږي

چاریکار/باختر/ د غويي د میاشتې ۳ مه
د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د وروسیتو ورښتونو او سیلاوونو له امله له  ۱۷۲زیانمنو شویو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته کېږي.
ځايي چارواکي چې په دې مرسته کې هرې زیانمنې شوې کورنۍ ته د ۳۰ زره افغانیو په ارزښت ۵۰ کیلو وړه، اووه کیلو غوړي، د پخلنځي سامان، خېمې او ځینې نور توکي ورکول کېږي.
د پروان ولایت د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس نثار احمد حبیبي د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې هڅې یې پیل کړي، څو په دغه ولایت کې ټولو زیانمنو شویو کورنیو ته ورته مرستې ورسوي.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته