فرهنګTOP

هارون حکیمي د قندهار د زاړه ښار او د احمدشاه بابا کور د بيارغولو غوښتنه وکړه

کابل / د چنګاښ ۱۹مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين هارون حکيمي نن د ښار جوړولو او اراضۍ وزارت د ښاري چارو له معين روشان ولسمل سره په کتنه کې، د قندهار د زاړه ښار او د احمدشاه بابا کور د بيارغاونې غوښتنه وکړه.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د افغان فلم، ملي موزيم، عامه کتابتون او د لرغونپېژندنې رييسان هم حاضر وو؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين وويل: قندهار د هېواد له لرغونو او تاريخي ولايتونو څخه دى او ډېرې تاريخي ودانۍ لري.
هغه زياته کړه: د قندهار د عظمت د پېژندنې په خاطر بايد د احمدشاه بابا د کور او د موی مبارک جامع جومات په ګډون د دغه ښار تاريخي ودانۍ بياورغول شي.
هغه له ښار جوړولو او اراضۍ وزارت څخه وغوښتل چې د قندهار د تاريخي ودانیو په بيارغونه کې له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره همکاري وکړي.
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رييسانو په سترو ښارونو کې د فرهنګي مجتمع د جوړولو چې ملي کتابتون، سينما او موزيم په کې شامل دي او لرغونو ساحو ته د پاملرنې غوښتنه وکړه.
په دې کتنه کې د ښار جوړولو او اراضۍ وزارت د ښاري چارو معين روشان ولسمل وويل چې د هېواد د جمهوررييس د لارښوونې پر بنسټ، د تاريخي ودانيو ترميم او بيارغول د دغه وزارت له لومړيتوبونو څخه دي.
هغه زياته کړه چې د ښار جوړولو او اراضۍ وزارت د قندهار د زاړه ښار او د احمدشاه بابا د کور او حرم سرای د ترميم او بيارغاونې د طرحې او ډيزاين په اړه کار کوي چې عملي کار به يې په نږدې راتلونکي کې پيل شي.
ولسمل د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د وړانديزونو په اړه د همکاري ژمنه وکړه.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته