خبرونهفرهنګTOP

د رسنیو د ستونزو او حل لارو په تړاو ناسته وشوه

کابل، د لړم ۲۸مه، باختر

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مالي، اداري او ګرځندوی معین مولوي سعدالدین سعید په مشرۍ د رسینو پر وړاندې د شته ستونزو او حل لارو په پار ناسته جوړه شوه.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې ناسته کې چې د ياد وزارت د معينانو په شمول یو شمېر رئیسانو هم ګډون درلود؛ په هېواد کې د رسنیو پر وړاندې د شته ستونزو، ننګونو او حل لارو په اړه هر اړخېزې خبرې وشوې.

د ناستې برخه والو د رسنیو ځینې ستونزې وڅېړلې او د حل په اړه یې خپل آندونه او غوښتنې وړاندې کړې.

له اوږده بحث څخه وروسته، وړاندې شویو آندونو او حل لارو ته په کتو سره د غونډې په پای کې ځینې مهمې پرېکړې وشوې.

وهاج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا