ټولنه

کابل ښاروال د معياري خدمتونو په وړاندې کولو کې پر زياتو هڅو ټينګار وکړ

 کابل / د وري ٢٠مه / باختر
کابل ښاروال د دغه بنسټ د ښاري پلان جوړونې او پراختيا د برخې له مسوولينو سره  په غونډه کې د کار د شرايطو، د قدمو د اصلاح او په ښاري نظام کې د کاري پړاوونو  د بشپړولو د ښه والي په اړوند خبرې وکړې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې کابل ښاروال محمد داوود سلطانزوى د ښاري همغږۍ او ستونزو د ښې پېژندنې په موخه د کار د شرايطو پر ښه والي، د معياري خدمتونو د وړاندې کولو په لاره کې هلې ځلې او د ښاري مديريت په برخه کې د معيارونو پر تطبيق ټينګار وکړ.
هغه زياته کړه چې د اداري او رسمي اصولو او مقرراتو د اجرايي کولو او د منابعو په سمون سره به د ښاري مديريت او د خلکو د مسووليتونو کچه څرګنده شي او له دې پلوه به د خلکو د سر ګردانيو ستونزو او د خپل سريو مخه ونيول شي.
ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته