
کابل، ۱۳مه، باختر
د کندز د شېرخان بندر د ګمرک مسوولین وایي، چې د رون ۱۴۰۱ کال کې له دغه بندر څخه څه باندې ۱۱۰۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.
د شېرخان سوداګریز بندر د ګمرک رئیس مولوی فضل محمد اسحاق له باختر آژانس سره په خبرو کې وویل، چې له دې بندر په منځني ډول هره ورځ ۸ تر ۹ ميليونه افغانۍ عواید راټولېږي او دغه راز هره ورځ له دې بندر څخه د تاجکستان، قرغزستان، قزاقستان، پاکستان او ایران ترمنځ شاوخوا ۱۰۰ باروړونکي موټر صادرات او واردات کوي.
دغه بندر د هېواد له مهمو بندرونو څخه شمېرل کېږي، چې د کندز ښار څخه ۶۵ کیلومتره لرې واټن کې له تاجکستان سره پر پوله پروت دی، چې اوسمهال په کې سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
لمر\همنوا