سیاست

جمهورريیس غني : دنورم او ستندرد ملي اداره د صادراتو دروازه ده

کابل / دليندۍ ٣مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهورريیس محمد اشرف غني په مشرۍ غونډې نن غرمه په ارګ کې د نورم او ستندردد ملي ادارې کړنې وارزولې.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په پیل کې د نورم او ستندردد ملي ادارې مسوولینو د یادې ادارې د کړنو او د صادراتو د کمیت او کیفیت د زیاتوالي او ښه والي لپاره د خپلو کړنو راپور او معلومات له جمهورريیس محمداشرف غني سره شریک کړل.
جمهورريیس غني د یاد راپور او معلوماتو له اورېدو وروسته د یادې ادارې له مسوولینو څخه په مننې وویل، دنورم او ستندرد ملي اداره د صادراتو دروازه ده، نو د دې لپاره باید هر هېواد ته په معیار  برابر افغاني محصولات صادرکړو.
جمهورريیس د نورم او ستندرد دملي ادارې مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې دکرنې اوبولګولواو مالدارۍاود صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او د سوداګرۍ خونې سره په ګډه همکارۍ د هغو هېوادونو چې موږ ورته صادرات کوو معیارونه تشخیص او په هماغو معیارونو برابر  توکي ور صادر کړو.
جمهورريیس غني د یادې ادارې له مسوولینو څخه د صادراتي توکو د کمیت او کیفیت د چک کولو او لوړولو لپاره په پوهنتونونو، شرکتونو او نورو ادارو کې له شته لابراتوارونو څخه د ګټې اخیستنې په موخه جامع طرحه وغوښته.#  پاى-فضل واحد

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته