سیاست

پر دیني عالمانو برید، له اسلام سره څرګنده دښمني ده

کابل / د  غبرګولي ۱۴ مه / باختر
له امنیتي پلوه  د کابل ښار  په یوه ډېره خوندي سیمه وزیر محمد اکبرخان مېنه کې پر جامع جومات برید وشو او په دغه برید کې د جومات ملاامام اوخطیب ډاکټر محمد ایاز نیازی په شهادت ورسېد او څو نور هېوادوال هم ټپیان شول. پر جوماتونو او نورو مقدسو اماکنو بریدونه له اسلام سره څرګنده دښمني ده.
د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
ډاکټر ایاز نیازی د افغانستان یو ستر دیني عالم و، په دیني علومو کې یې دوکتورا لرله او له مهمو دیني او نورو مسالو سره یې چلند پر علمي اساساتو ولاړ و. دی د افراط پالنې، بنسټ پالنې، کرکې او نفرت کلک مخالف و. ده پر اعتدال، زغم او ګډ سوله ییز ژوند باور درلود. دی په کابل پوهنتون کې استاد و او په شرعیاتو پوهنځي کې اسلامي علوم تدریسول. همدارنګه ده د دغه اصل په رڼا کې چې (علما د انبیاوو وارثان دي)، تل کوښښ کاوه چې خلکو ته د اسلام رښتینی پیغام ورسوي، په ګڼو تلویزیوني خپرونو کې یې فعاله ونډه لرله او د خپلو هېوادوالو دیني پوښتنې یې د اسلامي علومو په رڼا کې ځوابولې. همدارنګه د وزیرمحمد اکبر خان مېنې د جامع جومات د خطیب په توګه یې تل په خپلو وعظونو او خطبو کې خلکو ته رښتیني اسلامي ارزښتونه تشریح کول، خلک یې له منکراتو راګرځول او معروف ته یې هڅول. ده هم د خپلو مقتدیانو او زده کوونکو په منځ کې او هم په عامو خلکو کې ځانګړی ځای، مقام، موقف او درنښت لاره. له هرراز شک پرته د ده نشتون ستره ضایعه ده.
یوه خبره ښه پوره روښانه ده هغوی چې پر جوماتونو او نورو مقدسو ځایونو بریدونه کوي، دیني عالمان، ملاامامان او خطیبان وژني، په حقیقت کې له اسلام سره دښمني کوي. دوی که دا کار تر هر نامه لاندې کوي او د هغه د  سپیناوي لپاره هرډول پلمه لټوي، دا له اسلام سپېڅلي دین سره له دښمنۍ پرته بله مانا نه لري. د دیني عالم او خطیب وژل په حقیقت کې د انبیاوو د وارثانو وژل دي، دا په حقیقت کې د دین د څراغونو د مړه کولو کوښښ دی، دا په حقیقت کې خلکو ته د اسلام د رښتیني پيغام او  ارشاد رسولو د مخنیوي هڅه ده. هغوی چې په دغه راز بریدونو لاس پورې کوي، نه غواړي چې خلک د اسلام پر اصلي ارزښتونو خبرشي او خپل ژوند د دغو ارزښتونو په رڼا کې برابر کړي. دوی کوښښ کوي چې خلک همداسې په تیارو کې ژوند وکړي او له دیني پلوه بې سواده پاتې شي، ځکه دوی بیا پرې خپله اراده په ډېره ښه توګه تپلی شي او د خپلو کرغېړنو سیاسي موخو لپاره ترې د ښې تیارې وسیلې کار اخیستی  شي.
اوس د دې وخت دی چې ولسونه له درانه خوبه پورته شي او د هغو کرغېړنو ترهګرو کړیو پر خلاف غوڅ دریځ ونیسي چې پر جوماتونو او نورو مقدسو ځایونو او همدارنګه دیني علماوو او خطیبانو بریدونه کوي. ولس باید د خپلو مقدساتو ساتنه او ژغورنه ستر ایماني مسوولیت وبولي او د دغه مسوولیت د ښه سرته رسولو لپاره مټې رابډوهي.  
    پاى-ن.ش.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته