امنیت

دبخښنې نړيوال سازمان له طالبانو وغوښتل چې په ملکي وګړو بريدونه بند کړي

کابل باختر دثور پنځه ويشتمه :
دبخښنې  نړيوال سازمان په ملکي وګړو دطالبانو بريدونه دبشريت پرخلاف جنايت بللى دى .
دباختراژانس دخبر له مخې، ددغه سازمان په خپور شوي رپوټ کې له وسله والو طالبانو څخه غوښتل شوي دي چې په ملکي وګړو دې خپل بريدونه ډير ژر بند کړي .  دبخښنې  دنړيوال سازمان دغه غوښتنه په داسې حال کې کيږي چې دخپرو شويو خبرونوله مخې ،  طالبانو په کابل کې دپارک پاليسي په هوټل په بريد کې پنځلس تنه افغان او بهرني ملکي وګړي ووژل او يوشمير نور يې ټپيان کړل .
په افغانستان کې دبخښنې دنړيوال سازمان تحقيق  کوونکې حوريه مصدق  له يوې  بهرنۍ رسنۍ  سره په خبرو کې ويلي دي چې په ملکي وګړو دطالبانو بريدونه د بشريت پرخلاف جنايت دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته