سیاست

جمهوررییس غني ډاکتر زلمي رسول ته د غازي وزیرمحمداکبرخان دولتي مډال ورکړ

کابل / د لیندی ۲۴ / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې په انګلستان کې د افغانستان سفیر ډاکتر زلمي رسول ته د هغه د خدمتونو د تقدیرولو په موخه د غازي وزیر محمد اکبر خان دولتي مډال ورکړ.
ډاکټر زلمي رسول ته د مډال د ورکړې په اړه د جمهورريیس په فرمان کې راغلي، نوموړي ته له هیواده بهر په ډيپلوماتیک ډګر کې د افغانستان د اغېزناک استازیتوب او په ورسپارل شویو دندو کې د رښتینولۍ او زړورتیا له امله چې غوره پایلې یې لرلې دي، د هغه د قدر وړ خدمتونو د تقدیرولو په موخه د غازي وزیر محمد اکبر خان دولتي مډال ورکول کېږي.
د جمهوررييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبرزرکړ.
جمهورريیس غني په ګلخانې ماڼۍ کې په دې اړه جوړې شوې غونډه کې وویل، د ویاړ ځای دی چې نن د افغانستان یو رښتینی بچی ستایل کېږي. ډاکتر زلمي رسول د ژوند په ټولو مراحلو کې له خپل پلار عبدالقیوم رسول سره چې د افغانستان د عامې روغتیا وزیر و، په افغانستان کې د مشروع نظام د بنسټیزه کېدو لپاره، نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي.
د هیواد جمهورريیس وویل، له ځوانۍ د ډاکتر زلمي رسول هڅې او خدمتونه په افغانستان کې د ازادۍ او د سیاسي نهضت د ایجاد لپاره وې، ترڅو افغانستان د ډیموکراسۍ له لارې سیاسي ثبات ته ورسېږي.
جمهورريیس وویل: پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد له برید وروسته د افغانستان د ستونزې حل لپاره د لویې جرګې جوړول چې د بُن جرګې د جوړېدو لامل شوه او دغه هڅې په اساسي ډول د بُن کنفرانس لپاره اسانتیاوې برابرې کړې، په دې ټولو کې د ډاکتر زلمي رسول رول څرګند و.
جمهورريیس غني د ډاکتر زلمي رسول حوصلې، زغم او تفکر ته په اشارې وویل، نوموړي تل په ملي بحثونو کې رغنده رول لوبولی او له همدې امله د افغانستان حکومت د نوموړي هڅې ستایي.
په انګلستان کې د افغانستان سفیر ډاکتر زلمي رسول د جمهورريیس غني له باور او د غازي محمد اکبر خان دولتي مډال له ورکړې څخه په مننې وویل، له ځوانۍ مې د افغانستان لپاره هڅې او کار کړی او تر هغو چې ژوندی یم د افغانستان لپاره به خدمت کوم او دا خپله ملي وجیبه بولم.
پاى- سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته