
کابل، د زمري ۸مه، باختر
په روزګان کې د ترافیکو مدیریت مسوولینو په دغه ولایت کې د نقليه وسايطو د ثبت له درکه ۴.۵ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي دي.
د دغه ولايت د امنيه قومندانۍ وياند بلال روزګانی وايي چې د تېرو څلورو میاشتو په موده کې یې ۴ زره ۹۸۱ موټر ثبت کړي دي او دغه پروسه لاهم روانه ده.
همداراز یې پر ټولو خلکو غږ کړی چې خپل هغه موټر چيې راسته لاس شترینګ ولري ثبت کړي.
په ورته وخت کې عام خلک هم خوښ دي چې د نقليه وسايطو د ثبت کولو لړۍ روانه ده او وايي چې د نقليه وسايطو په ثبت کولو سره به د غلاوو او هره ډول جنايي پېښو مخه ونيول شي.
لمر