امنیت

د دريو تنو ماين ښخوونکو وژل کيدل

کابل  باخترد  ثور  دمياشتې  ١٦ :
درې تنه ماين ښخوونکي طالبان په غزني ولايت کې دخپلو ماينونو دچاودنې له امله ووژل شول .
په دې پيښه کي چې تېره شپه دقره باغ ولسوالۍ دکابو په سيمه کې رامنځته شوه؛ ددغې ډلې درې تنه نور جګړه ماران  ټپيان شوي دي.
دغه طالبان په يوګڼ ميشت واټ کې د ماين په ښخولو بوخت وو چې يو ماين وچاوديد.
د غزني ولايت دقره باغ ولسوال فضل الرحمن باخترآژانس ته وويل چې په  دې پيښه کې درې تنه ماين ښخوونکي طالبان ووژل شول  او درې تنه نور يې ټپيان شول.
ويل کيږي وسله والو طالبانو ددغو ماينونو په ښخولو سره غوښتل په ښځينه زده کوونکو چې هره ورځ سهار له دغې لارې ښوونځى ته ځي؛ بريد وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته