امنیت

په افغانستان کې د هوايي ډزو له امله١١تنه وژل شوي او ٢٣ تنه نور ټپيان شوي دي

کابل / د وږي ۱۳مه / باختر
په افغانستان کې د هوايي ډزو په پايله کې ١١ تنه ووژل شول او څه ناڅه ٢٣تنه نور ټپيان شول.
تېره شپه د افغانستان ځينې برخې په تېره بيا ستر ښارونه د هوايي ډزو ډګر و.
په يوشمېر ولايتونو کې روغتيايي مسوولينو د باختر آژانس خبريالانو ته ويلي دي چې په دغو هوايي ډزو کې ١١ تنه وژل شوي او ٢٣تنه نور ټپيان شوي دي.
کابل، ننګرهار او قندهار د زياتو هوايي ډزو ډګر و.
ويل کېږي ښځې او ماشومان هم د دغې پېښې په قربانيانو او ټپيانو کې شامل دي.
تراوسه د دغو هوايي ډزو علت نه دى معلوم.
د اسلامي امارت جګپوړو مقاماتو د دغو هوايي ډزو پر وړاندې سخت غبرګون ښودلی دى او ويلي یې دي چې له یادو کسانو سره به قانوني چلند وشي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته