کابل باختر د کب ديارلسمه :
دنيمروز ولايت پوليسو نن دوه تنه له څلورو ځانمرګو واسکټونو سره هغه وخت ونيول چې په ښځينه جامو سمبال و .
دنيمروز ولايت دملي امنيت درياست يوه خبرځاى دباختراژانس خبريال ته وويل دغه کسان چې په ښځينه جامو سمبال و دامنيتي ځواکونو له خوا ددغه ولايت دخاش ولسوالۍ په مربوطاتو کې وپيژندل شول او خپلو ناوړو هدفونو ته له رسيدومخکې ونيول شول .
ويل کيږي چې دغه کسان ترتحقيق لاندې دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ