ټولنه

د روزګان ځوانانو د افغان دولت او طالبانو ترمنځ خبرې ګټورې وبللې

کابل / د وږي ۲۴ مه / باختر
د روزګان کې مدني فعالان او ځوانان وايي چې د افغان دولت او وسله والو طالبانو ترمنځ خبرې به د افغانانو لپاره په خیر او ګټورې تمامې شي.
روزګان چې تر ډېره یې په روان جنګ کې قربانۍ ورکړې، خو بیا یې هم د اوسېدونکو هيله ډېره شوې او د بین الافغاني خبرو لپاره ډېر خوشحال دي.
په مرکز ترینکوټ کې مدني فعال غلام نبي شجاع او د ځوانانو بورډ استازي محمد حنیف ابدالي د باختر آژانس له سیمه ييز خبریال حکمت الله حکیمي سره په خبرو کې  د سولې د خبرو هرکلی کړی دی.
دوی د افغانانو ترمنځ د خبرو پیل د دایمي اوربند او تلپاتې سولې لپاره یوښه زیری یاد کړ.
دوی زیاته کړه: اوس د دې وخت رارسېدلی چې افغانان یوې دایمي او تلپاتې سولې ته ورسېږي.
د دوی په خبره؛ سوله باید د افغانانو په مالکیت کې وي.
دوی وايي: په تېرو۲۰ کلنو کې د دواړو لورو ترمنځ د اختلافاتو لامل بهرنیان وو چې نه يې غوښتل افغانان په خپل منځ کې یووالي او سولې ته ورسېږي.
روزګاني ځوانان روانه جګړه د امتیاز اخیستلو په مانا بولي او د جګړې له ښکیلو غاړو څخه يې غوښتنه وکړه چې جګړه بنده او د سولې په خبرو کې له زغم او نرمښت څخه کار واخلي.
دوى زیاتوي: جګړه د حل لار نه ده او یوازې افغان وژنه ده.
له بلې خوا ؛ عام خلک هم د سولې د خبرو هرکلی کوي او له دواړو لورو څخه غواړي چې دایمي اوربند او تلپاتې سولې ته ورسېږي.
د دوی په خبره؛ په تېرو ۲۰ کلنو کې جګړو هرڅه يې ورڅخه اخیستي دي او اوس د دې وخت رارسېدلی چې افغانان په خپل منځ کې سوله وکړي.
د سولې خبرې په داسې حال کې پیلېږي چې شاوخوا اته میاشتې وړاندې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې موافقه ليک لاسلیک شو.
ټاکل شوې وه د سولې بین الافغاني خبرې د مارچ په ١٠مه پیل شي، خو د بندیانو نه آزادېدل هغه ستونزه وه چې بین الافغاني خبرې يې له خنډ او ځنډ سره مخ کړې.
خو په پاى کې د بندیانو په خلاصون سره، د افغانانو ترمنځ خبرې د سپټمبر پر ١٢ مه پیل شوې چې د افغانانو د پراخ هرکلی وړ وګرځېدي.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته