خبرونهروغتیا

د روزګان ۳۶ روغتیايي مرکزونو  ته درمل ولېږدول شول

 کابل، تلې ۱۰ مه، باختر

روزګان کي د روغتیا برخې سره د Move  موسسې په تخنیکي همکارۍ او د یونیسف موسسې په مالي ملاتړ د ۳۴ میلونو افغانیو په لګښت درمل او د واکسیناتورانو لپاره ۳۶ موټرسایکلونه ووېشل شول.

د Move موسسې تخنیکي مسوول سردار محمد احمدزي باختر آژانس ته وویل، چې د یونیسف په مالي ملاتړ یې د دغه ولایت د ۵۶ روغتیایې مرکزونو لپاره ۳۴ میلونه افغانیو په ارزښت ۳۴۰ قلمه درمل، ۲۷ قلمه طبي وسایل او د دغه ولایت واکسیناتورانو لپاره ۳۶ موټرسایکلونه پېرلي دي.

د روزګان مرستیال والي ملا حکمت الله مزمل د Move   او یونیسف له موسسو څخه د یادې مرستې د مننې ترڅنګ وویل، چې روغتیایي مرکزونو لپاره د درملو او واکسیناتورانو لپاره د نقلیه وسایلو ورکول به د روغتیا برخه کې ډېرې آسانتیاوې رامنځته کړي.

په ورته وخت کې د دغه ولایت واکسیناتورانو د موټرسایکلونو په ورکړه خوښي وښوده او ویې ویل، چي له دې وروسته به د هغو سیمو ماشومانو ته د پولیو واکسین ورسوي، چې مخکې ترې بې برخې وو.

په ورته وخت کې د لوګر ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې د یوې موسسې په همکاري یې د سیمه ییزو ټولګیو ۳۴۵۰  زده کوونکو ته د روغتیا ساتنې بستې وېشلې دي.

درد

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا