امنیت

دطالبانو يو سرګروپ ووژل شو .

کابل باختر د تلي  څوارلسمه :
دطالبانو يو سرګروپ  تيره شپه په فراه ولايت کې و وژل او دهغه درې تنه افراد دافغان اوبهرني  ځواکونو دګډو عملياتو په بهير کې  ونيول شول .
دفراه ولايت  د ملي امنيت رييس بريد جنرال عبدالصمد باختراژانس ته وويل :
دغه عمليات د دلارام _  فراه رود  په لويه لاره کې  ددغو کليو په شاوخوا د رباط ترکان په سيمه کې ترسره شول چې له امله يې ملامحمدپه نامه  د طالبانو يو سرګروپ ووژل شو او درې تنه نور طالبان  ونيول  شول .
دامنيت درييس دڅرګندونوله مخې  :  دنښتوپه بهير کې د دغو افرادوسلې هم دګډو ځواکونو  لاسته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته