روغتیا

له دې وروسته په خوست کې هم د پښتورګو درملنه کېږي

متون/ د تلې لومړۍ / باختر
د خوست په مرکز متون ښار کې د پښتورګو د درملنې لپاره روغتون جوړ شو.
ځايي چارواکي وايي چې دغه روغتون د عامې روغتیا وزارت په مالي لګښت د یولس میلیونو افغانیو په لګښت رغول شوی دی.
د خوست والي محمد حلیم فدايي د روغتون د پرانېستې په مراسمو کې د باختر اژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې، د دغه روغتون په پرانېستې سره به هېوادوال وکولای شي چې د خپلو ناروغانو درملنه د بهرنیو هېوادونو پر ځای په خپل هېواد کې وکړي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته