اقتصاد

جاپان داوبو لګولو دسيستم او په کليو دلاسبري په خاطر دڅه دپاسه درې شپيتو مليونو امريکايي ډالرو مرسته کوي .

-کابل باختر دوري  پنځمه :
دجاپان حکومت داوبو لګولو دسيستمونو دښه والي سره دملاتړاو په کليو  دلاسبري لپاره دافغانستان له دولت سره دڅه دپاسه درې شپيتو مليونوامريکايي ډالرو مرسته کوي .
په کابل کې دجاپان دسفارت دهغې اعلاميې  له مخې  چې باختراژانس ته رسيدلې ده دغه پيسې دنړيوال بانک تر مديريت لاندې دافغانستان دبيا جوړولو دصندوق له لارې تر کار لاندې په هغو دوو پروژو کې  لګول کيږي چې دهېواد داړتيا ودلرې کولو او دافغانستان دخلکو دژوندانه دکچې  دښه والي په خاطر مهمې او ضروري دي .
پنځلس مليونه ډالره داوبو لګولو دسيستم دبيااحيا کولو لپاره او په پراختيايي پروژو کې لګول کيږي
دجاپان له دغې مالي مرستې او  همکارۍ څخه  په افغانستان کې داوبو لګولو دسيستمونو دښه والي او داوبو دسرچينو دپراخ مديريت او په خدمتونو دخلکو دلاسبري لپاره  کار اخيستل کيږي .  دغه پيسې به مرسته وکړي چې ددغې پروژې په ساحه کې کرنيز محصولات زيات شي دغه راز پنځلس مليونه ډالره يې دافغانستان دکليو دلاسبري  دپژروې لپاره  لګول کيږي
دجاپان دغه مرسته دغه راز دافغانستان په کليو دلاسبري له پروژې سره همکاري کوي چې له کليوالي خلکوسره دمرستې سبب شي او دسړکونو او بنسټونو دساتنې او دځواکمنۍ  له لارې په ټولو فصلونو کې په خدمتونو او داساسي اسانتياو دلاسبري امکان ورته برابروي اوڅه دپاسه درې ديرش مليونه امريکايي ډالره به دتکرار يدونکو لګښتونو ددريڅې له لارې دافغانستان دحکومت په عملياتي بودجه کې ورزيات شي چې دافغانستان خلکو ته دحکومت دخدمتونو وړاندې کول به دايمي کړي
دجاپان حکومت  په ملت جوړولو او دامنيت  ، پوهنې ، روغتيا ، فرهنګ ، کرکيلې ،بنسټونو او دظرفيت دلوړولو په ګډون په بيلابيلو برخو کې  له افغانستان سره مرستې  کړي دي  چې له ٢٠٠١ ميلادي کال  څخه تراوسه پورې دجاپان ټولې مرستي له شپږ اعشاريه يوسلو يو ديرشو ملياردو امريکايي ډالرو څخه اوړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته