-کابل/ دغبرګولې ١٤مه / باختر :
وسله والو طالبانو ته تېره شپه داوبې ولسوالۍ – هرات ښار دلويې لارې په اوږدو کې دپوځيانو پرپوستو دبريد په بهير کې دسردروند زيان اوښتى دى.
دهرات دامنيې قوماندانۍ وياند باختراژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو داوبې – هرات ښار په تګلوري کې دپوځي پوستو دنيولو په مقصد بريد وکړ چې دپوځيانوله متقابل بريد سره مخ شول .
په دې جګړه کې يو شمېر وسله والو طالبانو ته چې دقيق شمېر يې معلوم نه دى مرګ ژوبله اوښتې دى .
هغه وويل په دې جګړه کې پوځيانو ته زيان نه دى اوښتى .
ختم _ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ