امنیت

څوارلس طالبان په فارياب کې ووژل شول

کابل / د چنګاښ ٢٢ مه / باختر
په فارياب کې د وسله والو طالبانو بريد پرون د ١٤ طالبانو په وژل کېدو سره په شا وتمبول شو.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي باختر آژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو د فارياب د دولت آباد ولسوالۍ په مربوطاتوکې پر امنيتي ځواکونو بريد وکړ چې د پوځيانو له غبرګون سره مخ شول.
هغه زياته کړه چې په پېښه کې د فارياب د شيرين تګاب ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال د پلار حاجي ناصر په ګډون ١٤ وسله وال طالبان ووژل شول او د دغې ولسوالۍ لپاره د سرې قطعې د قوماندان ملا زرقاوي په ګډون ١١ نور وسله وال طالبان ټپيان شول.
ختم – ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته