ښوونه او روزنه

هغه کورنۍ چې په لږې منګل او پټان کې خپل بچيان ښوونځي ته ونه ليږي جريمه کيږي .

کابل باختر د وري  څوارلسمه :
دپکتيا ولايت دلږې منګل  اوپټان  دولسواليو قومي مشرانو پريکړه وکړه هره کورنۍ چې په شرايطو برابر خپل ماشومان  ښوونځي ته ونه ليږي اوښوونځي ته دهغو دورتګ مخه ونيسي  نقدي  جريمه به شي .
  دپکتيا ولايت دپوهنې رييس کوچي ځاځى  دباختراژانس  خبريال ته وويل چې دغه تصميم له ديني عالمانو ، قومي مشرانواو سپين ږيرو سره له پرله پسې  اوبيا بيا  غونډو وروسته  نيول شوى دى چې له شک پرته  په هېواد کې  دپوهنې له ودې سره مرسته کوي .
  ده وويل چې  په روان کال کې په پکتيا  کې درې ويشت زره تنه نوي زده کوونکي چې لس زره تنه يې نجونې دي په ښوونځيو کې شامل شوي دي .
دغه راز په روان کال کې پنځه څلويښت  ښوونځي  نوي جوړيږي او په لسګونو نور ښوونځي بيا رغول کيږي . 
دپکتيا ولايت دپوهنې رييس وويل دهېواد جمهور رييس په هغه  سفر کې چې په دې وروستيو وختو کې  يې دپکتيا ولايت ته درلود ښوونکوته ډاډ ورکړ چې پوهنې ته پاملرنه کيږي  او ښوونکو هم جمهور رييس ته ډاډ ورکړ چې په دغه ولايت کې دپوهنې حالت په مثبت ډول بدل شوى دى اونور خلک  ښوونځيو ته دخپلو ماشومانو دورتګ مخه نه يسي .     ختم_  عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته