امنیت

د وسله والوطالبانو يو نومول شوى ولسوال ونيول شو

کابل باختر د وږې دمياشتې ١٠ :
د وسله والوطالبانو د ډلې له  خوا د ننګرهار ولايت د نازيانو ولسوالۍ لپاره نومول شوى ولسوال پرون ونيول شو.
په عصمت الله مشهور مولوي رفيع الله د ملي امنيت د مامورينو له خوا د تورخم په ښارګوټي کې نيول شوى دى .
د ننګرهار ولايت د ملي امنيت يوه خبرځاى د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د ننګرهار ولايت د نازيانو ولسوالۍ لپاره نومول شوى ولسوال مولوي عصمت الله  په تروريستي فعاليتونو بوخت و.
مولوي عصمت الله د ميدان وردګو ولايت د نرخ ولسوالۍ اصلي اوسيدونکى دى او له زياتې مودې را په دې خوا  دطالبانو د ډلې د جګپوړي غړي په توګه  دننګرهار ولايت په ځينو سيموکې په تروريستي فعاليتونو بوخت و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته