سیاست

د افغانستان، پاکستان او بریتانیا د مشرانو څلورمه درې اړخیزه ناسته د لندن په ښارکې جوړه شوه

کابل_باختر د لړم د مياشتې ٨ مه:
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي، د پاکستان صدراعظم میا نواز شریف او د بریتانیا صدراعظم دیوید کامرون په څلورمه درې اړخیزه ناسته کې په سیمه کې د سولې د ټینګښت، له تروریزم او افراطیت سره د مبارزې او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو په باب خبرې وکړې.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته  خبر ورکړ:
په دې ناسته کې چې د بریتانیا د صدراعظم دیوید کامرون په کوربه توب په سیمه يیز وخت پرون مازیګر د لندن په ښارکې جوړه شوه، درې واړو لورو ګټورې خبرې اترې ترسره کړې.
د درې واړو هېوادونو مشرانو د افغانستان د سولې په بهیرکې د پاکستان د رول په اړه خبرې وکړې او پریکړه وشوه چې د سولې د عالي شورا پلاوی دې په نږدې راتلونکې کې پاکستان ته سفر وکړي او له ملا برادر سره دې وګوري.
په دې ناسته کې پریکړه وشوه چې د دواړو هېوادونو د کورنیو چارو وزارتونو چارواکي دې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ د سرحدي سیمو د امنیت د ټینګښت په اړه ډیر ژر له یو بل سره وګوري.
په همدې ډول دواړو لورو موافقه وکړه چې د تروریستانو د پټنځایونو د له منځه وړلو لپاره به همکاري کوي.
درې واړو لوریو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو او ترانزیتي اړیکو پر پراختیا باندې ټینګار وکړ، د کنړ پر سیند باندې د افغانستان او پاکستان لخوا د بریښنا د ګډ بند د جوړیدو د پروژې د کار پر پیل کېدو، د کاسا۱۰۰۰ د پروژې پر پلي کېدو یا پاکستان ته د افغانستان له لارې د قرغزستان او تاجکستان له هېوادونو څخه د برېښنا د لېږد او پاکستان او هند ته د افغانستان له لارې له ترکمنستان څخه د ګازو د لېږد د پروژې پر پلي کېدو باندې موافقه وشوه.
د پاکستان لوري د انتخاباتو د امنیت د ټینګښت په لاره کې د افغانستان له دولت څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
په دې ناسته کې د پاکستان صدراعظم میانواز شریف کابل ته د یوه رسمي سفر لپاره د افغانستان د جمهوررئیس حامد کرزي بلنه ومنله او څرګنده یې کړه چې په راتلونکې اوونۍ کې به افغانستان ته سفر وکړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته