ټولنه

په هرات کې له سلګونو اړو کورنيوسره مرسته وشوه

 کابل باختردليندۍ دمياشتې١٨  نيټه  :
په هرات ولايت کې له سلګونو اړو کورنيو سره دخوراکي توکو مرسته وشوه.
دغه کورنۍ  جګړه ځپلي ،. بيوزلي او له بهر څخه راستنې شوې دي.
دهرات ولايت دمهاجرينو دراستنولو دچارو يوه مسوول باخترآژانس ته وويل  چې په دې  پړاو کې له سلو اړو کورنيوسره مرسته شوې ده .
ده وويل  په دغو مرستو کې  وريجې ، اوړه ، غوړي ، دال  او مالګه شته چې دمرستندويو بنسټونوله  خوابرابر شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته