
بهرنۍ رسنۍ، د وږي ۲۷ مه، باختر
د سپورټي ویب پاڼو د معلوماتو له مخې د سعودي النصر فوټبال لوبډله چې د نړۍ مشهور فوټبال ستوری کریستیانو رونالډو یې هم برخه ده، نن دوشنبې د ایران پرسپولیس فوټبال لوبډلې سره د لوبې لپاره تهران ته ورځي او ټاکل شوې دغه لوبه سبا سه شنبې ترسره شي.
لوبه د اسیا اتلانو لیګ په چوکاټ کې د تماشه چیانو له حضور پرته د تهران په ازادۍ لوبغالي کې ترسره کېږي.
ایراني رسنیو ویلي، تهران کې د رونالډو د اوسېدو لپاره ځانګړی هوټل په نظر کې نیول شوی، چې سخت امنیتي تدابیر یې هم نیول شوي دي.