کابل باختر دوري دمياشتې ١٠ :
په بدخشان ولايت کې د افغان امنيتي ځواکونو ګډو عملياتوکې د دولت څوارلس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او لس تنه نور يې ټپيان شول .
دباختر دخبري آژانس خبريال د بدخشان ولايت دامنيه قوماندان فضل الدين عيار له خولې خبر راکړ:
په هغو عملياتوکې چې په دې وروستيو وختوکې دبدخشان ولايت په وردوج، يفتل او د جرم په ولسواليوکې ترسره شول؛ دمخالفينو له خوا دغه ولايت ته د نومول شوي قوماندان قاري شيرشاه په ګډون د دولت څوارلس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او لس تنه نور ټپيان شول.
د دغه ولايت د امنيه قوماندان دڅرګندونوله مخې: د دغو عملياتو په بهيرکې د محمد امير په نامه د مخالفانو يو قوماندان هم نيول شوى دى.
په دغو عملياتوکې درې تنه سيمه ييز پوليسان شهيدان او يو تن بل ټپي شوى دى.
ديوبل خبرله مخې: په هغه بريدکې چې د وسله والو مخالفينو له خوا د دغه ولايت په يفتل ولسوالۍ د امنيتي ځواکونو په پوستې ترسره شو؛ په قاري تغه مشهور د عبدالطيف په نامه د وسله والو مخالفينو يو قوماندان هم وژل شوى دى.
دبدخشان ولايت امنيتي مقامات وايي چې د دولت د وسله والو مخالفينو د شړلو په مقصد په څو ساحوکې عمليات دوام لري.
0 1 دقیقه لوستل