ټولنه

د ١٤٣٦ هجري قمري کال دروژې دمبارکې مياشتې درارسيدو په مناسبت دارشاد حج او اوقافو وزارت پيغام .

کابل باختر د غبرګولي شپږ ويشتمه :
د ١٤٣٦ هجري قمري کال دروژې دمبارکې مياشتې درارسيدو په مناسبت دارشاد حج او اوقافو وزارت پيغام .
  د حج او اوقافو وزارت دهيواد  دټولو جوماتونو اوحسينه و او عالمانو   خطيبانو او امامانو په استازيتوب  دروژې دمبارکې مياشتې په مناسبت ټول ملت ته تهنيت اومبارکي وړاندې کوي، روژه دصبر او تقوا رحمت او مغفرت  تعاون او سخا مياشت ده .
  بنا له  خپلو ټولو مسلمانانو او متدينو هيوادوالو څخه هيله کوو چې دروژې دمبارکې مياشتې ورځې په عبادت ،  دعا  دقرانکريم په تلاوت  دصدقو په ورکولو ، داخوت ( ورور ولي)  په  ټينګولو او دځان او ټولنې په اصلاح کې تيرى کړي او له ګناهونو شخړو اواختلافاتو څخه  ډډه وکړي او ترحم تعاون شفقت صبر او عفوه خپله کړنلاره وګرځوي .
  همدارنګه   دحج او اوقافو  وزارت دروژې دمبارکې مياشتې دعظمت او فضيلت  په خاطر دغه ټکي اعلاموي .
  _  له ټولو نظامي او سياسي مخالفينو څخه غوښتنه کيږي چې دروژې دمبارکې مياشتې په احترام له جګړې ، وينې توييدو او لفظي  او قلمي  شخړوڅخه ډډه وکړي او اوربند اعلان کړي .
_ دهيواد  له ټولو رسنيو څخه په کلکه غوښتنه کيږي چې دروژې دمبارکې مياشتې په احترام خپلې ټولې غريزې  او انځوريزې  خپرونې داسلامي او اخلاقي ارزښتونومطابق  چمتو کړي او دخلکو  په ځانګړي توګه دځوان نسل فکري رشد ودې په برخه کې له  اسلامي خپرونو څخه استفاده وکړي
_  په مرکز او ولاياتو کې  دهوټلونو او رستورانتونو له ټولو خاوندانو  څخه تقاضا کيږي   تر څو دروژې دمبارکې مياشتې په ورځو کې  دغذا دپخولو  او ويشنې څخه جدا ډډه وکړي .
_ دهيواد  له ملي تاجرانو او شتمنو څخه احترامانه غوښتنه کيږي  تر څو په دې مبارکه مياشت کې دفقيرانو او بې وزلو کسانو  په مرسته  کې بيړه وکړي .
_ له ټولو  دوکاندارانو او کسبګرو څخه تقاضا کيږي چې دروژې دمبارکې مياشتې په  احترا م  له احتکار  او ګران پلورنې  څخه په کلکه  ډډه وکړي او په لږ مفاد  قناعت وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته