امنیت

دکابل پوليسو په وروستيو ورځو کې دڅو تروريستي پيښو مخه ونيوله.

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٣
دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ يو مقام وايي چې څو ځانمرګي واسکټونه او يوه اندازه چاوديدونکې توکي يې ترلاسه کړي دي.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې، دکابل ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالرحمن رحيمي نن په يوه خبري غونډه کې وويل دکابل د امنيې قوماندانۍ دتروريزم ضد پوليسو په وروستيو ورځو وکولاى شول څو مقناطيسي ماينونه ، دپرسونل ضد ماينونه او بوشکه يي ماينونه له دوو ځانمرګو واسکټونو سره دکابل ولايت په مربوطاتو کې ترلاسه کړي، تروريستانو غوښتل چې له دغو توکو څخه په استفادې سره په پايتخت کې پيښې رامنځته او خلک په خاور او وينو کې لت پت کړي. دکابل امنيه قوماندان وايي چې ددغو قضيو په اړوند يې څو تنه نيولي دي.
ده په دې باب د زياتو جزيياتو له ورکولو څخه ډ ډه وکړه. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته