۱۰۰ ورځې

په مزارشريف ښارکې د ډاکتر عبدالله عبدالله د ملاتړ دغونډې په بهيرکې درې تنه ووژل شول

کابل باختر دوري دمياشتې  ٨ :
په  مزارشريف ښارکې د جمهوري رياست د نوماند ډاکتر  عبدالله عبدالله دملاتړو
دغونډې په  بهيرکې  درې تنه  ووژل شول او څه ناڅه  ديارلس تنه نور ټپيان شول.
دغه پيښه  په ښکاره   د زيات شمير خلکو د راغونډيدو   او  د  دغه نوماند دځينو ملاتړو د ترپښو لاندې کيدو زيږنده  ده .
په دې غونډه کې  نن سهار هغه   وخت  مرګ ژوبله   واوښته چې    دډاکتر عبدالله عبدالله په لسګونو زرو تنو ملاتړو غوښتل چې  ځان دجمهوري  رياست دغه نوماند او دهغه مرستيالانو ته  نږدې کړي .
دغه  غونډه  دلسګونو زرو تنو  په  ګډون دمزارشريف ښار دخالد بن   وليد په ښارګوټي کې جوړه  شوې   وه .
د  بلخ  ولايت  يوه امنيتي مسوول د باخترآژانس خبريال ته وويل : چې په دې پيښه کې  د ډاکتر عبدالله عبدالله   ديارلس تنه پلويان  ټپيان شوي  دي .
خوعيني شاهدان وايي چې په دې پيښه کې درې تنه وژل شوي او ديارلس تنه  نور ټپيان شوي دي.
دډاکتر عبدالله يوه ملاتړى  چې په دې غونډه کې يې برخه لرله  وويل چې  داړو دوړ ، دلوژ دچپه کيدو  اودلسګونو تنو دترپښو لاندې کيدو له  امله درې تنه ووژل شول او ديارلس تنه نور ټپيان شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته