امنیت

دهېواد په بيلابيلو سيمو کې ٦١ تنه تروريستان ووژل شول .

کابل باختر  دوږي  شپاړلسمه :
دهېواد په بيلابيلو سيمو کې دامنيتي او دفاعي ځواکونو په چاڼيزو او تعرضي عملياتو کې ٦١ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ . په تيرو ٢٤ ساعتوکې ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو دخلکو دسر او مال دساتنې او د ډار اچوونکو دځپلو په موخه دهېواد په بيلابيلو سيموکې ګډ چاڼيز او تعرضي عمليات ترسره کړل چې له امله يې ٦١ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ٢٩ تنه نور ټپيان شول .
دغه عمليات چې دتوپچي او هوايي قوتونو په ملاتړ د غزني ، پکتيا ، پکتيکا ، خوست ، قندهار ، فراه ، غور ، تخار ، بغلان ، کندز ، سرپل ، سمنګان ، جوزجان او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول دغزني ولايت داندړو او ګيرو دولسواليو او ددغه ولايت دمرکز په  مربوطاتو کې ٢٩ تنه تروريست طالبان وژل شوي  او نهه تنه نور ټپيان شوي دي ، دکندز ولايت دقلعه ذال  ولسوالۍ په مربوطاتو کې ١٨ تنه جګړه مار طالبان وژل شوي او ١٤ تنه نور ټپيان شوي دي .
دخوست ولايت دسپيرې  ولسوالۍ په مربوطاتو کې په حقاني شبکې پورې اړوند پنځه تنه ډار اچوونکي وژل شوي او دلښکرګاه د ٦٠١ لمبر لويې لارې په مربوطاتو کې  پنځه تنه ډار اچووزنکي طالبان وژل شوي دي .
دغه راز دسمنګانو ولايت د مرکز په   مربوطاتو او دبغلان ولايت په ډنډ شهاب الدين کې دملي اردو اوملي پوليسو دځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې پنځه تنه ډار اچوونکي طالبان وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان شوي دي .
ديوبل خبر له مخې، په هغو عمليات کې چې دکورنيو او بهرنيو ډار اچوونکو پرخلاف دهېواد په بيلابيلو  سيمو کې ترسره شول دملي اردو پنځلس تنه منسوبين  شهيدان شوي دي .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته