اقتصاد

سويدن له ٢٠١٤ م کال وروسته دخپلو هممکاريو په دوام تينګار وکړ

په کابل کې دسويدن سفير دسمنګانو ولايت ته دسفر په ترڅ کې له بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته دامنيتي مسووليتونو له ليږدونې وروسته له دغه ولايت سره دخپلو زياتو مرستو خبر ورکړ .

په هغې کتنه کې چې په کا بل کې دسويدن سفيردسمنګانو ولايت له مرستيال او سرپرست الحاج غلام سخي بغلاني سره وکړه له ٢٠١٤ کال وروسته دخپلو مرستو په دوام باندې تينګار وکړ .

په دې کتنه کې دسمنګانو ولايت سرپرست په تيرو کلونو کې دپوهنې ، عامې روغتيا او فوايد عامې په برخو کې له دغه ولايت سره دسويدن د مرستو له امله قدردانۍ وکړه .

دسمنګانو ولايت سرپرست زياته کړه په تيرو کلونو کې د دغه ولايت په بيلابيلو برخوکې لکه څنګه چې لازمه وه بيا رغاونه نه د ه شوي تراوسه پورې ددغه ولايت خلک اوبزګران دکرنې او څښاک داوبو دنشتوالي له پلوه ځوريږي . او دوچکالي له امله ، بي وزلي زياته شوي ده له دې امله ددغه ولايت ځوانان دکاردموندلو په خاطر دهيواد نورو ولايتونو اوبهرنيو هيوادونو ته مهاجر شوي او دکلينيکونو ، ښوونځيودودانيو له پلوه له جدي ستونزو سره مخامخ شو .

دولايت سرپرست زياته کړه که څه هم سويدن دپوهنې او روغتيا په برخو کې په دغه ولايت کې يو لړ پروژي تطبيق کړي دي چې اوس موږ دسويدن له خوا د شپږو مليونو ډالرو په لګښت ددغه ولايت د خرم سارباغ ، اوکوز اوبر دره صوف په ولسواليو او دولايت په مرکزکې دڅلورو کلينيکونو دجوړولو شاهدان يو .

ده دغه راز وويل دسړک جوړولو په پروژو باندې چې د يو ان او پي اس موسسې له خوا ددغه هيواد په مالي مرسته کار دوام لري بي کيفيته دي او ددغو پروژو کار له قرارداد سره سم نه دي ترسره شوي چې په دې برخه کې يې ددوي دپاملرني غوښتنه يې وکړه .

وروسته دسويدن سفير دغه ولايت ته دخپل سفر دهدف په باب خبري وکړې او وي ويل يوه مهمه موضوع له بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته دمسووليتونو دليږدونې موضوع ده چې موږ غواړو په بيلابيلو برخو کې دغه ولايت پياوړي کړو .

ده زياته کړه هغه مهمي ستونزې چې ستاسو له خوا دڅښاک او دکرنې داوبو ، دښوونځيو او کلينيکونو دودانيو دکمښت دملي پوليسو دتشکيل دکمښت او دسړک جوړولو دپروژو دبي کيفيت والي په باب طرحه شوي دغه موضوعګاني وليکل شي او موږ کولاي شو په راتلونکي کې داوبو دبندونو په جوړولو او دڅښاک داوبو دڅاه ګانو په کيندني او دپوهنې او روغتيا په برخو کې زيات کارونه ترسره کړو او دملي پوليسو دتشکيل ، سمبالولو او ظرفيت دلوړولو په باب له ځان او يا دکورنيو چارو له وزارت سره کار وکړو .

دسويدن سفير زياته کړه سويدن له ٢٠١٤ م کال وروسته کله چې نړيوال ځواکونه له افغانستان څخه وځي دافغانستان دخلکو ترڅنګ دريږ ي او له افغانستان او په تيره بيا دسمنګانو له ولايت سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي .

ديادونې وړ ده چې سويدن دافغانستان په شمال کې څه ناڅه ٥٠٠ تنه سرتيري لري چې دځاى پرځاى کيدو له وخت څخه تراوسه پورې ددوي پنځه تنه سرتيري وژل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته