ټولنه

په جوزجان کې بې ځايه شويو کورنيو خواړه او جامې ترلاسه کړې .

کابل باختر د مرغومي څلورمه :
په جوزجان کې په درې سوه بې ځايه شويو کورنيو نن تاوده خواړه وويشل شول .
دباختراژانس دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې ،  په دغو بې ځايه شويو کورنيو چې دفارياب ولايت له ناامنو  ولسواليو څخه بې ځايه او دپل خراسان په ساحه کې يې استوګنه غوره کړې ده .
دجوزجان دوالي په لارښوونه ددغه ولايت دمهاجرينو دراستنولو دچارو دادارې له لوري تاوده خواړه او ژمنۍ جامې وويشلې شوې .
ويل کېږي چې دغو کورنيو دفارياب ولايت له ناامنو ساحو څخه دجوزجان ولايت  مربوطاتو ته ګډه کړې ده او تر خيمو لاندې  شپې سباکوي . 
دجوزجان ولايت دمهاجرينو دراستنولو دچارو رييس وويل  چې  له دغو بېځايه شويو کورنيو سره  دزياتې مرستې په خاطر سروې دوام لري  او په نږدې راتلونکې کې به له هغوى  سره اساسي مرستې  وشي .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته