ورزش

دلندن اولمپيک مډال راوړونکو ته دهيوادونو له خوا دجايزې ټاکل افغانستان هم جايزه وټاکله.

کابل باختردچنګاښ دمياشتي ٣١ :

دلندن دالمپيک په سياليو کې يوشمير برخه والو هيوادوالو خپلو برياليو ورزشکارانو ته نغدي جايزې ټاکلي دي.

دلندن  دروان کال دالمپيک  په سياليو کې هر بيلابيلو هيوادونو دمډال ترلاسه کولو په صورت کې خپلو ورزشکارانو ته نغدي جايزې ټاکلي دي.

آذربايجان دلندن دالمپيک له سياليو څخه دسرو زرو هرمډال راوړونکي ته پنحه سوه لس زره ډالره  اوقزاقستان ،دوه سوه پنځوس زره ډالره  ټاکلي دي خو روسيې ديوسلو پنځه ويشتو زرو ډالرو ژمنه کړې ده.

دغه راز لويديځ هيوادونه امريکا دسروزرو مډال ته پنځه ويشت زره ډالره  دسپينو زرو  ته له پنځلسو  څخه تر لسو زرو پورې جايزې ټاکلي دي.

دنړيوالو خبري منابعو دخبرله مخې،  دافغانستان دالمپيک  ملي کميټې هم اعلام کړيى دى چې افغاني ورزشکارانو ته چې دسرو زرو مډال هيواد ته راوړي شل زره ډالره او دسپينو زرو اوبرونزو مډال راوړونکو ته په ترتيب سره پنحلس زره اولس زره ډالره نغدي جايزې به ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته