امنیت

دپاکستاني پوځيانو له خوا د يو توغول شوي توغندي دلګيدو له امله دخوست ولايت ګربزو ولسوالۍ يو اوسيدونکى شهيد شو

کابل باختر دليندۍ دمياشتې ١٧
دخوست ولايت په ګربزو ولسوالۍ کې دپاکستاني پوځيانو له خوا د يو توغول شوي توغندي دلګيدو له امله زموږ يو هيوادوال شهيد او دوه تنه نور ټپيان شول.
دباختر آژانس دخبرله مخې دکورنيو چارو وزارت نن ديوې خبرپاڼې په خپرلو سره ويلي دي: پاکستاني پوځيانو پرون د خوست ولايت د ګربزو ولسوالۍ دهده بري تهانې په مربوطاتوکې راکټي بريدونه وکړل چې له امله يې دسيمې يو اوسيدونکى شهيد او دوه تنه نور ټپيان شول.
دکورنيو چارو وزارت مقاماتو ددغو راکټي بريدونو د غندلو په ترڅ کې دا کار په ډاګه سرحدي سرغړونه وبلله او ددغه شان تحرکاتو د ډير ژر بندولو غوښتنه يې کړې ده.
په ګربزوکې پيښه دهغو راکټي بريدونو په دوام کيږي چې هدف يې د سيمې د اوسيدونکو يې ځايه کول او په دغو سيموکې د تروريستي کړيوته ځاى ورکول دى .
مخکې له دې دپاکستاني پوځيانو د راکټي بريدونو له امله د نورستان او کونړ په ولايتونوکې زموږ يو شمېر هيوادوال شهيدان شوي دي.
دغه راز د استوګنې يو شمېر کورونه ويجاړ او د سيمې دخلکو څاروي هم لمنځه تللي دي .
سره له دې چې پاکستاني پوځيانوپه وار وار ددغه شان لمسوونکو بريدونو دبندولو خبرې کړې دي. خو هيڅکله يې په خپلې ژمنې عمل نه دى کړى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته