ورزش

دفوټبال دبې ګروپ سيالۍ دوام مومي .

کابل باختر د ليندى نهه ويشتمه :
په کابل کې دفوټبال دبي ګروپ سيالۍ نن  په دريو لوبو سره دوام مومي .
دکابل دفوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې پړاو کې دشيوا ټيم دخاور له ټيم سره ، دجوانان فيروزي ټيم د ګذرګاه له ټيم سره او دياران شمال ټيم درفاه  له ټيم سره لوبې کوي.
دقيومي دڅرګندونوله مخې په کابل کې دفوټبال دبې ګروپ  سيالۍ دديرشو ټيمونو په ګډون په غازي لوبغالي کې  پيل شوې دي چې په پرونۍ لوبو کې دافغان کلپ ټيم او دروستا ټيم په خپلو سيالانو بريالي شول .
او دسباوون او فارياب  ټيمونو لوبه په يو  يو ګول سره برابره پاى ته ورسوله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته