روغتیا

درواني روغتيا په روغتون کې دښځينه رواني ناروغانو ددرملنې څانګې فعالې شوې .

کابل باختر دوږي شپږمه :
درواني روغتيا دروغتون دښځينه اودماشومانو درواني ناروغانو دعلاج او درملنې او داطلاعاتي بانک څانګې نن پرانستلې شوې .
  په ټولو پرمختللو طبي وسايلو سمبالې دغه څانګې په معياري  او اساسي ډول ترميمې  شوې دي چې داووه اعشاريه شپږومليونو افغانيو لګښت يې دنړيوال بانک له خوا ورکړى شوى دى .
  دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې دعامې روغتيا وزارت دروغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو معين ډاکتر فدا محمدپيکان درواني روغتيا روغتون ددغو دريو  څانګو دپرانستلوپه وخت کې خبرې وکړې او ويې ويل چې کورنۍ جګړې ، بې وزلي او ټولنيز او اقتصادي ستونزې په هېواد کې درواني ناروغيو مهم سببونه دي . چې زياتره خلک په ډول ډول ناروغيو اخته شوي دي
دعامې روغتيا وزارت په دغې ناروغۍ داخته کسانو د درملنې په لاره کې ځان مکلف بولي او په دې لاره کې يې تراوسه پورې جدي هلې ځلې کړي دي .
همدااوس څه ناڅه سل تنه رواني متخصصين او کابو شپږ سوه تنه رواني سلاکاران دهېواد په روغتيايي مرکزونوکې درواني روغتيا دخدمتونو په وړاندې کولو بوخت دي چې دغه شمير په تيره يوه لسيزه کې ډير ناڅيز دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته