خبرونهاقتصادټولنه

د کرنې د پراختیا وجهي صندوق د عالي شورا نهمه غونډه؛ د کرنې او مالدارۍ سکټورونو متشبثینو ته د ۲.۲ میلیارده افغانیو د ورکړې طرحه تصویب شوه

 کابل، د کب ۵مه، باختر

د کرنې د پراختیا وجهي صندوق د عالي شورا په نهمه غونډه کې چې د کرنې، اوبولګولو او مالداراۍ وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري په مشرۍ جوړه شوې وه، راتلونکي کال لپاره بزګرانو، مالدارانو او د کرنې او مالدارۍ سکټورونو متشبثینو لپاره د اسلامي مالي چوپړتیاوې په موخه د ۲.۲ میلیارده افغانیو د ورکړې طرحه تصویب شوه.

په دې غونډه کې په ۲۰۲۳ ام کال کې د کرنې د پراختیا صندوق د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې او د ۲۰۲۴ کال پلانونه هم شریک شول.

په دې غونډه کې د کرنې د پراختیا صندوق رهبري په راتلونکي کال کې د کرنې او مالدارۍ په برخو کې بزګرانو، مالدارانو او متشبثینو ته د ۲.۲ میلیارده افغانیو د ورکړې طرحه تصویب کړه.

دا پیسې راتلونکی کال د کرنې او مالدارۍ د ودې او پراختیا او د وکالې او مرابحې د اسلامي مالي خدماتو له لارې غوښتونکو لپاره په یادو سکتورونو کې د پانګونې د پراختیا لپاره ورکول کېږي، چې تر ۵ زره ډېر بزګران د دې پیسې تر پوښښ لاندې راځي.

مولوي عطاء الله عمري په دې غونډه کې وویل، چې د کرنې د پراختیا صندوق چوپړتیاوې د کروندګرو، بڼوالو او بزګرانو لپاره ګټور دي هڅه وکړئ، چې د اسلامي مالي خدمتونو په وړاندې کولو کې لا زیات اغېزمنتیا رامنځته او خلک له پورونو برخمن شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته