فرهنګ

حسينه صافۍ : داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت به دهېواد دفرهنګي شتمنيو دساتنې په خاطر له هيڅ راز هڅو او هاند څخه ډډه ونه کړي .

کابل باختر د زمري شپږمه :
دلغمان ولايت  يوشمير مشرانو او مخورو نن داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  له سرپرستې او نوماند وزيرې  حسينې صافۍ  سره  په کتنه کې  ددغه ولايت  تاريخي ابداتو ته  دپاملرنې غوښتنه وکړه.
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، په دې کتنه کې دلغمان دولايتي شورا رييس او يوشمير مشرانو دنورو په استازيتوب خبرې وکړې او خپلې ستونزې اوغوښتنې يې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له سرپرستې سره شريکې کړې .
  دوى  ددې ترڅنګ چې  داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت سره يې  خپل ملاتړ څرګند کړ ، دلغمان ولايت  تاريخي ابداتو په تيره بيا  د سراج کلااو بابا صاحب ته  دپاملرنې غوښتنه وکړه .
دغه راز داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  له سرپرستې څخه يې وغوښتل چې دلغمان په نامه دفرهنګي مجلې  درامنځته کولو او ددغه ولايت  د زده کړې خاوندو ځوانانو ته دکار دزمينو دبرابرولو په برخه کې  همکاري وکړي .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې  دهېواد دتاريخي ابداتو ساتنه ددغه وزارت  يو کاري لومړيتوب وباله او څرګنده يې کړه چې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت هغه څه چې په توان کې يې  لري  دهېواد د تاريخي ابداتو او دفرهنګي شتمنيو دساتنې په خاطر،  نه سپموي
ختم_  ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته