کابل /دمرغومی ۱۲مه /باختر
د افغانستان اسلامی امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د روښان بنسټ له موسس سره وکتل.
د باختراژانس دخبرله مخې، په دې کتنه کې د روښان موسسې بنسټ اېښودونکی حاجی میرزامحمد ساپۍ د دغه بنسټ د فعالیتونوپه اړه د ریاست الوزرا سیاسی مرستیال ته معلومات ورکړل اوخپلې نظریې اوپیشنهادونه هم وړاندې کړل.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د روښان بنسټ د موسس له نظریو او پیشنهادونو له اورېدو وروسته څرګنده کړه، له هغو بنسټونو چې په بېلابېلو برخوکې د هیواد خلکو اواسلامی امارت ته د خدمت په لاره کې هلې ځلې کوی قدرداني کوو.
د روښان بنسټ د تعلیمي مرکزونو، پوهنتونونو او د روغتونونو په لرلوسره په بېلا بېلو تعلیمي او روغتیایی برخوکې خدمتونه وړاندې کوي.
ج-ا