امنیت

پنځه تنه وسله وال ياغيان ووژل شول .

کابل باختر د چنګاښ  شپږمه

 پنځه تنه وسله وال  ياغيان پرون په نورستانولايت کې ووژل شول .

  دشمشاد  د٢٠٢ ساحوي زون دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ دغه کسان دائتلاف دځواکونو د هوايي بمباري له امله ددغه ولايت دوايګل ولسوالۍ په مربوطاتوکې  وژل شوي دي .

 دخبرځاى دڅرګندونو له مخې په وژل شويو کسانوکې دمولوى موسي او مولوى نجيب الله په نومونو دوه تنه قوماندانان هم شامل دي .

 په نورستان ولايت کې هوايي عمليات په داسي وخت کې ترسره کيږي چې په دغه ولايت کې دوسله والو مخالفينو راټوليدو په باب خبرونه خپاره شوي دي او پخوا هم  په دغه ولايت کې ناامني وي .

 امنيتي مقاماتو دنورستان  په غرنيو سيموکې دوسله والوياغيانو ځپل يواځي  دهوايي عملياتو په واسطه  ممکن بللي دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته