ټولنه

په لوګر کې پر اړو کورنيو د وچې ډوډۍ د وېش بهير پيل شو

کابل / د غويي ٢٢مه / باختر په لوګر کې پر اړو کورنيو د وچې ډوډۍ د وېش پروګرام پرون پيل شو. د لوګر والي محمد انورخان اسحاقزي باختر آژانس ته وويل: پر ٥٧٥٠ اړو کورنيو هره ورځ ١٠ ډوډۍ د مشخصو نانوايي ګانو له لارې په وړيا ډول وېشل کېږي. هغه کورنۍ چې دغه مرسته ترلاسه کوي؛ له دولت څخه په مننې سره وغوښتل چې له نورو اړو کسانو سره هم مرسته وشي. اسحاقزي زياته کړه: په لوګر کې زيات کسان د کرونا ويروس د قرنطين له امله له لوږې سره لاس او ګرېوان دي . پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته