ټولنه

ښځې د نارينه و په نسبت د کاپيسا د راى ورکولو په مرکزونو کې زيات ليدل کېږي

کابل/ د تلې ۶ مه / باختر
د کاپيسا د ښځو د راى ورکولو په محلونوکې د راى ورکوونکو ښځو شمېر د نارينه و په نسبت زيات دى.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې: د کاپيسا ولايت په کچه د راى ورکولو څه دپاسه ١٠٠ مرکزونه شته چې له دې جملې څخه په تګاب ولسوالۍ کې درې مرکزونه چې نا امنې دي؛  تړلي دي او درې نور مرکزونه تر امنيتي ګواښ لاندې دي.
ويل کېږي اوس څه دپاسه ٤٠٠ ښځې د ګلبهار نساجۍ په نجونو ليسه کې د خپل وړ کانديد د انتخاب لپاره سيمې ته راغلي دي او هره يوه هلې ځلې کوي چې لومړى خپله رايه وکاروي.
همدارنګه د محمودراقي يوشمېر خلکو په ميرمسجدي ليسه او د راى ورکولو په نورو محلاتو کې په ليکو کې ولاړ دي او غواړي خپل ملي پور ادا کړي.
په همدې حال کې د البيروني پوهنتون محصلانو هم په زياتې علاقمندۍ سره په دغه پوهنتون کې په راى ورکولو بوخت دي.
ختم- ج -اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته