امنیت

څاه کيدونکى په څاه کې دى

کابل باختر دوږي دمياشتې  ٨ :
په بغلان ولايت کې دوه تنه ماين ښخوونکي د خپل ماين قرباني شول.
د بغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر سمونوال عبدالرشيد بشير د باختر آژانس خبريال ته وويل: دوه ورونه چې په سړک کې د ښخولو لپاره د ماينونوپه جوړولوکې خاص مهارت درلود؛ په پلخمري ښار پورې اړوند د احمدزو د جوى نو په کلي کې په خپل کورکې د يوه ماين  د عيارولو په وخت کې ماين وچاوديد او د دواړو د وژل کيدو سبب شوه.
خبرځاى وويل: د دغوکسانو په وژل کيدو سره دغه کور او شاوخوا کورونو ته زيات تاوانونه هم اوښتي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته