کابل باختر د وږي څليرويشتمه :
دهرات ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست چارواکو دقلعه اختيار الدين او دپهلوان دتاريخي حوض دبيړنيو ترميماتو دپروژې دجوړولو خبر راکړ .
دهرات ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست دفرهنګ او هنر آمر احمدجاويد ضرغام وويل : داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له بودجې څخه ديو مليون افغانيو په ارزښت ددغې پروژې دجوړولو کار نن د اطلاعاتو اوفرهنګ درييس او ددغه رياست دکارکوونکو په ګډون په رسمي ډول پيل شو .
ټاکل شوې ده دغه پروژې په راتلوونکو دريو مياشتو کې بشپړې شي .
دقلعه اختيار الدين په پروژه کې يو زيات شمير بامونو او دموزيم دبريښنا دسيستم ترميمول او دپهلوان دحوض په پروژه کې په بامونو کې دخښتو لګول ، ددروازو ترميمول او دحوض په بهرني انګړکې دخښتو لګول شامل دي .
ختم_ عطاالله _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل