سیاست

دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامد کرزى پيغام

کابل باختر دتلې ٥
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامد کرزى پيغام
دانسانانو ترمنځ دپوهاوي او يو بل پيژندنې تر ټولو اغيز منه لاره دهغوى ترمنځ راشه درشه ده دانساني فکر په وده او دنوو علومو په خپريدا کې سياحت تل يوه خورا مهمه وسيله ګڼل شوې ده د سياحت او سفر په اړه دنړۍ په ټولو ژبو او فرهنګونو کې دګنو متلونو ،ويناوو او مقولو موجوديت په خپله د دې خبرې شاهدې وايي.
دانساني ارزښت ترڅنګ،په معاصره نړۍ کې ،دګرزندوى صنعت ديوه ډير ستر اقتصادي فعاليت په بڼه نقش لوبوي په ٢٠١٢ کال کې دنړۍ په سطح تر يو ميليارد کسانو ډير سيلانيان شميرل شوي دي او دغه اقتصادي سکتور تر زرو ميلياردو ډالرو ډيره شتمني ايجاد کړې ده چې دټولو هيوادونو دناخالص کورني توليد نهه اعشاريه څوسلنه جوړوي.
دبدلون دلسيزې په درشل کې چې افغانستان غواړي له اقتصادي پلوه پرځان بسيا شي ، دګرزندوى صنعت دملي اقتصاد هغه برخه ده چې په سلګونو زره کاري فرصتونه او دملي ناخالص توليد يوه لوړه ارزښتناکه سلنه  تامينولاى شي . پراقتصادي ارزښت سربيره ،دګرزندوى صنعت دهيواد دچاپيريال دخوندي کولو په برخه کې مرکزي رول لري.
دافغانستان حکومت په ټوله کې او داطالاعاتو او فرهنګ وزارت په خاص ډول دملي شتمنيو د دغه پراخ پوتانسيل کارولو ته ژمن دى . موږ دهمدې ستر ملي هدف لپاره په هيواد کې دګرزندوى دعالى شورابنسټ ايږدو دتوريزم دانستيتوت دجوړولو له پاره عملي ګامونه پورته کړى دي او په تيرو څو کلونو کې چې افغانستان له يوه اوږده غيابت وروسته دګرزندوى دنړيوال سازمان ديو فعال غړي په توکه پيژندل شوى، زموږ هيواد په نړيواله سطح د وګړو او چارواکو پام ځان ته را اړولي دي.له بل لوري په يو شمير نړيوالو اوسيمه ييزو سازمانونو کې چې افغانستان يې غړيتوب لري دګرزندوى دصنعت د ودى له پاره هلې ځلې کيږي اوموږ په دغه نړوال خوزښت کې الحمدالله ،تر نورو وروسته نه يو پاتې شوي.
زه دتوريزم دنړيوالې ورځې په مناسبت دګرزندوى دصنعت فعالينو ته دزړه له کومي مبارکي وايم او دافغانستان داسلامي جمهوريت داطلاعاتو او فرهنګ وزارت له دې امله  ستايم چې دافغانستان په سختو شرايطو کې يي په دې لارکې دپام وړ پرمختګ کړي دي دتوريزم په اړه دنړيوالو کنفرانسونو جوړول چې سږکال د دې لړى دويم کنفرانس په کابل کې دايريږي دتقدير وړ بولم.
دلوى خداى له درباره هيله کوم چې زموږ هيواد وکړاى شي چې دسولې او سو کالۍ په فضا کې هرکال دميليونونو سيلانيانو کوربه واوسي او له دې لارې هم دبشريت د ارزښتونو په وده او پالنه کې سرلارې شي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته